خبرونهټولنهTOP

د ټولګټو وزارت ویاند: د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۷۵ مسجدونه رغول کېږي

کابل، د مرغومي ۱۳مه، باختر

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس، د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې د ۷۵ مسجدونو د رغولو خبر ورکړی دی.

هغه نن په خپله «اکس» پاڼه کې لیکلي دي: “د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ؛ د ټولګټو وزارت له لوري د هېواد د لويو لارو په هره ۷۰ کيلومترۍ واټن کې په ۲۸ ولايتونو کې ۷۵ مسجدونه رغول کېږي، چې په يو وخت کې به د ۳۰۰ (۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه) لمونځ کوونکو وړتيا ولري.”

ویل شوي چې په يادو مسجدونو کې د لويو او کوچنيو وسايطو لپاره جلا پارکينګ، د ملا امام لپاره ځانګړی استوګنځی او د نارينه او ښځينه لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه او لمانځه جلا ځايونه په پام کې نيول شوي او له بشپړې رغونې وروسته به د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته