امنیت

د هېوادپه ختيځ د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه او د توپونو ډزې

جلال آباد باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه  :
دهېوادپه ختيځ کې د ننګرهار ولايت له دوه ورځني ځنډ وورسته بيا د پاکستاني پوځيانو له خوا د راکټي بريدونو او د توپونو د ډزو ډګر دى.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په تيرو ٢٤ ساعتوکې د لعل پورې ولسوالۍ په ګډون د ننګرهار ولايت په ځينو سرحدي سيمو د پاکستان پوځيانو له خوا په  لسګونو توغول شوي توغندي او د توپونو ګولۍ لګيدلې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د پاکستاني پوځيانو په دغو راکټي بريدونو او د توپونو په ډزو کې هېوادوالو ته سر زيان نه دى اوښتى، خو د دې سبب شوي دي چې په لسګونو کورنۍ يو ځل بيا له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي.
د هېواد په ختيځ  کې د کونړ، نورستان او ننګرهار د ولايتونو په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو د توپونو د ډزو او د راکټي بريدونو له پيل څخه څه ناڅه شپږ کاله تيريږي، هغه پيښې چې له امله يې تر اوسه پورې زموږ څه ناڅه سلو تنو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د دې سـبب شوي دي چې په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي.
تر اوسه پورې د دغو بريدونو د پاى ته رسولو لپاره د افغانستان ديپلوماتيکي فشارونه او آن د ملګرو ملتو د سازمان په امنيت شورا کې د پاکستانيانو د راکټي بريدونو له امله د هېواد رسمي شکايت کوم ځاى ته نه دى رسيدلى .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته