سیاستخبرونهاقتصادټولنهTOP

د ټولګټو وزارت سرپرست د کندهار د معروف او ارغستان له پروژو څخه لیدنه وکړه

کابل، د لړم ۲۸مه، باختر

د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د کندهار معروف او ارغستان ته د خپل سفر په بهیر کې، د دغو ولسوالیو له نښلوونکو سړکونو څخه لیدنه وکړه.

باختر آژانس ته د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا محمد عیسی ثاني، د معروف – ارغستان سړک له پروژې څخه د لیدنې پر مهال، د پروژې اړونده مسئولینو ته د کار د چټکتيا، غوره کيفيت او پر وخت د کار د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

ملا ثاني همدارنګه، د یادو ولسوالیو له قومې مخورو او ديني عالمانو سره په کتنه کې، ویلي چې د سيمه ييزو مسئولینو او قومي مخورو په مشورې به د يادې پروژې د ښه تطبیق په موخه تخنیکي ټیمونه سیمې ته واستول شي چې يادې پروژې په ټاکلي وخت او د پلان مطابق پای ته ورسېږي.

هېره دې نه وي چې ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې، د سړکونو د ترميم او بیارغونې پروژې چارې پیل کړې چې په بشپړېدو سره به يې د هېوادوالو ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته