خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د هېواد په څلورو ولایتونو کې د ځانګړو زده کړو مرکزونه جوړېږي

کابل، د کب ۱۲مه، باختر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د هېواد په څلورو ولایتونو کې د ځانګړو زده کړو مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د یادې ادارې رسنیز دفتر نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه، د کاڼو او ړوندو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په خاطر، په تخار، جوزجان، فاریاب او هلمند کې د ځانګرو زده کړو مرکزونو د منظورۍ حکم لاسلیک کړی دی.

ویل شوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره اوسمهال د هېواد په کچه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۳۷۱ فعال مرکزونه لري چې له دې جملې ۱۶ مرکزونه یې ځانګړې زده کړې وړاندې کوي او د یادو معلولینو قشرونه تر پوښښ لاندې نیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته