کابل / د وري ۲۷ مه / باختر
په داسې حال کې چې وسله وال طالبان په افغانستان کې لا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، جګپوړي پوځي مقامات د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د میوند په نامه د ډار اچوونکو ضد عملیاتو د پیل خبر ورکوي.
دغه عملیات نن سهار په هلمند کې د هوايي قواوو په ملاتړ د سلګونو پوځیانو په ګډون پیل شول.
د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د میوند قول اردو یو جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې د ډار اچوونکو ضد عملیاتو د ترسره کولو موخه په لویو لارو کې د امنیت تامینول او د خلکو د هوساینې لپاره د ډار اچوونکو د ځالو له منځه وړل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: تر هغه وخته چې وسله وال طالبان د افغانستان پر خلکو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي؛ پوځيان هم د هغوی پر وړاندې جنګېږي.
د ډار اچوونکو ضد دغه عملیات د هلمند او نیمروز په ځینو سیمو کې ترسره کېږي، هغې سیمې چې په دغو وروستیو کې د وسله والو طالبانو د فعالیت او شتون ډګر دی.
پای/ع