کابل، د غوايي ۲مه، باختر
د هرات د ټولګټو ریاست مسوولین د دغه ولایت په عمومي لاره د اته بابه جوماتونو د جوړولو خبر ورکوي.
ټاکل شوې دغه جوماتونه د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي، چې پیل یې د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو څخه کېږي.
د معلوماتو له مخې؛ دغو جوماتونو کې د اودس ځایونو، ښځینوو او نارینوو لپاره د بېلو ځایونو او د شنو سیمو جوړول هم پلان شوي دي.