کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٦نيټه :
د اتلاتيک انتخاباتي سياليو يوولسمه دوره نن په کابل کې ترسره شوه .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
په دې سياليوکې١٥٠ تنو هلکانو او ٣٥ تنو نجونو له کابل ښار او د هېواد له ١٨ ولايتونو څخه ګډون کړى دى.
په دې سياليوکې ورزشکاران درې ورځې سره سيالي کوي چې دهېواد داتلاتيک دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړي.
د اتلاتيک فدراسيون د مرستيال شاهپور اميري د معلوماتوله مخې، د دغو سياليو په پاى کې هغه ورزشکاران چې لومړى، دويم او دريم مقامونه ترلاسه کړي ملي ټيم ته منل کيږي.
پاى جذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ