خبرونهسیاستTOP

د هرات والي د اوچا دفتر له مرستیال سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د اوچا د دفتر مرستیال محمد خاطر زید او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مدیره هیئت غړې سنجانه کوازي سره وکتل.
په دې کتنه کې دوی له زلزله ځپلو سره د مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې او دې برخه کې یې د مرستو ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام جار وویل چې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د اسلامي امارت له خوا د څه باندې زرو کورونو د جوړولو کار روان دی او دا لړۍ به دوام ولري.
اسلام جار دغه راز له موسسو وغوښتل چې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو په جوړولو کې همکاري وکړي.
نوموړي زلزله ځپلو کليو کې اوبو ته د نه لاسرسي، روغتيايي خدماتو او د سړکونو نشتوالي له مهمو ستونزو څخه ياد کړل.
په پايله کې د اوچا دفتر مرستیال او مل پلاوي يې د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته