خبرونهاقتصادټولنه

د هرات د پاسپورټ آمريت ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي 

کابل، د غوايي ۲مه، باختر 

د هرات د پاسپورټ آمریت مسوولینو ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د یاد ولایت د پاسپورټ آمر مولوي محمد حسین رحیمي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.

رحیمي ډاډ ورکړ چې په یاد ولایت کې د پاسپورټ غوښتونکو ته په منظم او عادلانه ډول خدمات وړاندې کېږي او د خلکو عرایضو ته په وخت رسېدنه کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته