خبرونهاقتصادټولنه

د هرات د ترافیکو مدیریت یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د وري ۴مه، باختر
د هرات د امنيې قوماندانۍ مسوولينو په تېرو شپږو مياشتو کې د خپلو فعاليتونو په اړه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.
په دې غونډه کې د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي انصاف زیاته کړه چې په تېرو شپږو مياشتو کې امنیتي ځواکونو ۵٢٣ تنه يې د موبايلونو، وسايطو، رشوت او ناوړه استفادې په تور ۵۲۶ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.
انصاف څرګنده کړه په دغه موده کې ۳۵۰ میله وسلو د نیولو ترڅنګ، ډایاک مدیریت ۳۵۰ میله ډول ډول وسلې راټولې کړي او ترڅنګ یې ۳۵ ناچاودي ماينونه هم کشف او شنډ شوي دي.
مولوي انصاف د ترافيکو، پاسپورټ او اور وژنې رياست د شپږو مياشتو لاسته راوړنو يادونه وکړه او ويې ويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې د هرات د پاسپورټ مديريت کې ٢٢ زره پاسپورټونه ثبت شوي او ٨١ زره فورمې طی مراحل شوي او ۵۳۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د نوموړي په وینا په تېرو شپږو مياشتو کې په هرات کې د اور وژنې ۱۵۱ پېښې رامنځته شوي چې د اور وژنې مديريت د ١٩٠ ميليونه افغانيو د زيان مخه نيولې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته