خبرونهفرهنګ

د هرات د تاريخي مصلی د درېيم منار د ټينګښت او کاشي کارۍ کار دوام لري

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د هرات د تاريخي مصلی د درېيم منار د ټينګښت او د کاشي کارۍ لپاره هلې ځلې دوام لري.
د سلطان حسين بايقرا د آرامګاه په شاوخوا کې د خښتو د لګولو د کار په دوام او د منارونو د ټينګښت او ترميم، د سلطان د آرامګاه د ښکلي کولو او د هرات مصلی په ساحه کې د لرغونپېژندنې کار پيل شوی و.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان باختر آژانس ته وويل چې د هرات مصلی د ساحې د ترميمولو پروژه چې د هېواد د ملي امنيت شورا په مالي ملاتړ تېرکال پيل شوې وه، څه موده وروسته به بشپړه شي.
د هرات د تاريخي مصلی ساحه اوس هم ډېر کار او زياتې بودجې ته اړتيا لري چې په اساسي او بنسټيز ډول د فرهنګي ميراثونو د ساتنې د معيارونو له مخې ترميم او بيا ورغول شي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته