Uncategorized

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له مسوولينو وغوښتل چې د دغه ولايت تاريخي ابداتو ته زياته پاملرنه وکړي

کابل/ د مرغومي ١ / باختر:
د هرات ولايت د اطلاعاتواو فرهنګ رسيس مولانا نعيم الحق حقاني د دغه رياست څلورمياشتنى کاري راپور د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو ته وړاندې کړ او د هرات ولايت د فرهنګي مسايلو او تاريخي ابداتو په اړه يې خبرې وکړې او
هرات ولايت ته يې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير مولوي خيرالله خير خواه هرات ولايت يې د علومو او فرهنګ زانګو وباله او د هرات ولايت د اطلاعاتواو فرهنګ د رييس د کړو وړو ستاينه وکړه.
د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير هرات ولايت ته د دغه وزارت د يو شمېر پروژو د پيل خبر ورکړ او زياته يې کړه، چې د دې ولايت ادارو ته به زياته پاملرنه وشي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته