کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر
په نیمروز کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ۱۴ پلګوټو د رغولو چارې پيل شوې.
د نیمروز د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مشر وايي چې دغه پروژه د (WFP او OHA) په مالي ملاتړ پلي کېږي چې چارې به یې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي وايي چې په هېواد کې بیارغونه، روغتیا او د پوهنې برخو ته پاملرنه، د دوی د کارونو په لومړیتوب کې دي.
ن/ر