خبرونهاقتصادTOP

د نیمروز والي په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې پر بندېدو ټینګار وکړ

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر

د نيمروز والي، شيخ محمد قاسم خالد له يو شمېر سوداګرو، صنعت کارانو او د ښاري نظم کمېټې له غړو سره د لیدنې پرمهال په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې پر بندېدو ټینګار وکړ.

شیخ محمد قاسم خالد د یادې ناستې موخه د ښاري نظم د کمېټې د پرېکړو شریکول یاد کړل او ويې ویل چې له دې وروسته به په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه نه ترسره کېږي او باید د خپلې ملي سکې «افغانۍ» څخه کار واخیستل شي.

شیخ خالد همدا راز وویل چې د ښار ټولې لوحې باید اصلاح او د پردیو کلماتو د کارونې څخه مخنیوی وشي او د اعلاناتو ټولې لوحې باید د هېواد په رسمي او یا محلي ژبو سره ولیکل شي.

نوموړي د صنعت او سوداګرۍ په تړاو هم خبرې وکړې او ویې ويل چې په دې برخه کې اسلامي امارت ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي او له سوداګرو او صنعت‌کارانو يې وغوښتل چې د شريعت له اصولو سره سم خپل سوداګري او صنعت پراخ کړي.

سوداګرو او صنعتکارانو د افغانۍ د ارزښت د لوړولو او د تابلوګانو له اصلاح څخه د ملاتړ په ترڅ کې په دې برخه کې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

خالد د يادو ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته د اسلامي امارت د اصولو په پام کې نيولو سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته