سیاستخبرونهTOPروغتیا

د نورستان ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره نوی رئیس وروپېژندل شو

کابل، د غويي لومړۍ نېټه، باختر
مفتي سعیدالله نعماني د نورستان د عامې روغتیا ریاست د نوي رئیس په توګه د دې ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ولایتي ادارو مسؤلینو او ګډونوالو د نورستان ولایت د عامې روغتیا نوي رئیس ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ تر څو د روغتیا په برخه کې خدمات لا ګړندي او د اړمنو هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره شي.
مفتي سعیدالله نعماني ډاډ ورکړ، چې د یاد ریاست اړوند چارې به په منظم او ‏په بشپړه ایماندارۍ او ریښتیني ډول ترسره کوي؛ تر څو د یاد ولایت د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او غوره او معیاري درملنه یې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته