امنیت

په غزني کې دڅلورو تنو وسله والو مخالفينو وژل کيدل

_ غزني باختردليندۍ دمياشتې٣٠ نيټه :
څلور تنه وسله وال مخالفين پرون د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې               ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال فضل خدا (ابراهيم خيل)  باختراژانس ته
وويل  چې دغه وسله وال مخالفين  ددغه ولايت دقره باغ ولسوالۍ  دزمانخيلو په
سيمه کې ددغه  قول اردو د منسوبانو په عملياتو کې ووژل شول.
ده زياته کړه  چې په دغو عملياتو کې دوه تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شوي او ددښمن يوه  اندازه جنګي وسايل  هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته