خبرونهTOPروغتیاښوونه او روزنه

د ننګرهار پوهنتون په تدریسي روغتون کې ۴ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه له لوري د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې څلور رغنیزې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي وايي چې په یادو رغنیزو پروژو کې د تدریسي روغتون د جراحۍ څانګې د بېلابېلو برخو رغونه، د ښځینه پایوازانو لپاره انتظارخونه، وړکتون د دغو رغنیزو پروژو په لړ کې د ښځینه او نارینه جراحي څانګو د بستر خونو،ICU ، کنفرانس هال او تشنابونو اساسي بیارغول شامل دي.

هاشمي زیاتوي چې دغه راز په نسايي ولادي څانګه کې د ښځینه پایوازنو لپاره د یوې سرپناه او کوچنیانو لپاره وړکتون، د زده کړو، استراحت او خوړو خونې او د روغتون په انګړ کې د ناروغانو او مراجعینو د ذهني ارامتیا لپاره یو پارک هم جوړ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته