کابل / د غبرګولي ۲۹ / باختر
د میدان وردګو د عامه کتابتون د نوي تاسیساتو د جوړولو کار په چټکی سره دوام لري.
دغه کتابتون په میدان وردګو ښارکې د یوزرو دوه سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې په دریو پوړونو کې ترکارلاندې دی.
دغه کتابتون له پرانیستلو وروسته به په افغانستان کې یوسترکتابتون وي.
دغه کتابتون د سلګونو زرو ټوکو کتابونو د ساتلو ترڅنګ د مطالعې ، صحافۍ ، د کتابتونونندارې ، د فرهنګي غونډې سالون او د اداري دفترونوظرفیت به ولري.
د ښارجوړولو او اراضی وزارت وايي چې د دغه کتابتون په جوړولوکې ۶۰ میلیونه ۹ سوه زره افغانۍ لګوي.
هیله کېږي د میدان وردګو عامه کتابتون له پرانیستلو وروسته په هېواد کې له ستروکتابتونونو څخه وي.
دغه کتابتون ټاکل شوې ده ترشپږو میاشتو پورې پرانیستل شي.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت وايي چې چمتودی دغه کتابتون په بېلابېلوڅانګو کې په زرګونو ټوکه کتابونوسره سبمال کړي.
دغه وزارت په ټول افغانستان کې عامه کتابتونه لري ، هغه ځایونه چې زده کوونکي ځوانان اوټول خلک وکولای شي په وړیا توګه ترې استفاده وکړي.
پای-ع