کابل باختردکب دمياشتې ٣ :
د امنيتي تصدى د عالي شورا غونډه پرون دکورنيو چارو د وزير په مشرۍ جوړه شوه او د يوشمېر مسئلو په باب يې خبرې وکړې.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
د هيواد دکورنيو چارو وزيرستر پاسوال غلام مجبتى پتنګ په دې غونډۀ کې وويل چې ددغه وزارت دعامه محافظت او د امنيتي تصدى معينيت چمتوالى لري چې په افغانستان کې د ايساف او د امريکايي ځواکونو د ټولو تاسيساتو، اکمالاتي کاروانونو اوپرمختيايي پروژو امنيت تامين کړي.
دعامه محافظت د معينيت د فعاليتونو د تمديد، د امنيتي تصدى د ١٣٩٢ کال تشکيل، د ١٣٩٢کال د بودجې ضميمه او د عامه محافظت د معينيت مالي پلان او د ساتوونکو د ذاتي چارو طرزالعمل منظورشوي.
د دولتي پروژو د منظور شوې بودجې تمويل، د لګښتونو لايحه ، کرايې، اعاشې او ورځنيو اړتياو او دکريدت کارتونو د نورم د تثبيت لايحه له هغو مهمو موضوعګانو څخه و چي د امنيتي تصدى د عالي شورا په غونډه کې وڅيړه شوه اولازم تصميمونه ونيول شول.
دقانون له مخې، د امنيتي تصدى د پوځي رييسانو د امتيازاتو، د اړتيا د تثبيت بدلون، د امنيتي تصدى د ثباتي پانګې د حجم، د تصحيح او د تدارکاتي ځانګړى کميسيون د جوړولو د واک د سپارلو منظوري، هغه وړانديزونه و چې د امنيتي تصدى د عالي شورا غړو غوندې ته وړانډې کړل.
دغه معينيت تراوسه پورې په لسګونه خصوصي امنيتي شرکتونه ړنګ کړي دي او د دغه شرکتونو مسووليتونه يې په غاړه اخيستې دي.
1 1 دقیقه لوستل