سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ميليونونو ډالرو په ارزښت، ‏د غور د سرب او جستو تړونونه لاسلیک شول

کابل، د کب ۱۱مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د غور د سرب او جستو تړونونه د “اکرام نعیمي” او “قله افغان” استخراجي شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: «د اکرام نعيمي شرکت ‏د غور ولایت د سرب او جستو اول بلاک چې څه د پاسه ۱۷۵ کيلومتره مربع مساحت لري؛ د اکتشاف په مرحله کې به ۱۰ میلیونه ډالر او د ګټې اخیستنې په مرحله کې به ۳۶ ميليونه ۲۰۷ زره ډالر پانګونه کوي. همدا رنګه د غور د سرب او جستو د درېیم بلاک د نیمې، ‏برخې تړون چې څه د پاسه ۱۰۴ کیلومتره مربع مساحت لري؛ د اکتشاف په برخه کې به ۶ ميليونه ۹۵۰ زره ۴۲۰ امریکايي ډالره او د ګټې اخیستنې په مرحله کې به ۴۱ ميليونه ۵۶۰ زره امریکايي ډالر پانګونه کوي.»
په تړون کې ‏د اکرام نعیمي شرکت اړ شوی چې د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هر کال ۱۵۰ زره ډالر لګوي او ۲۰سلنه مالیه پر عایداتو او ۲۰سلنه رویالیټي او د ځمکې کرایې ترڅنګ به ۲۰۹ کیلومتره سړک د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه د روزګان تر مرکز ترینکوټ پورې او له دهراود ولسوالۍ څخه تر ‏چتو پل پورې رغوي او دغه راز د چاپېریال ساتنې په موخه به د اکتشاف په مرحله کې ۵۰۰ زره امریکايي ډالر او د ګټې اخیستنې په مرحله کې۲۰۰ زره ډالر لګوي.
په ورته مهال، د قله افغان قراردادي شرکت به ۸ ميليونه ډالر د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې مصرفوي او د چاپېریال ساتنې،
‏په موخه به د اکتشاف په مرحله کې ۸۵ زره ډالر او د ګټې اخیستنې په مرحله کې به يو ميليونه ۵۰۰ زره ډالر لګوي.
دغه راز ياد شرکت ۲۰ سلنه مالیه پر عایداتو او ۲۰ سلنه رویالیټي او د ځمکې کرایه ورکوي او د غور – هرات سړک ترڅنګ به د هرات حلقوي سړک ځینې برخه هم په اساسي ډول ورغوي.
‏ويل شوي چې یاد شرکتونه به خپل ټول پروسس د هېواد په دننه کوي چې په دې سره به  ۶۰۰۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته