کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٦ نيټه :
د کندز والي عبدالجبار نعيمي په داسې حال کې چې پوځي او ملکي مسوولين او د ولايتي شورا غړي ورسره ملګري وو؛ د قلعه ذال ولسوالۍ له ملکي اوپوځي مسوولينو او خلکو سره وکتل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
د کندز والي د کتنې په پيل کې د هغو سرتيرو روح ته چې شل ورځې مخکې د دولت د وسله والومخالفينوله خوا شهيدان شوي وو، دعاوکړه او دپوهنې، روغتيا او امنيت او د پرمختياپه برخوکې دقلعه ذال ولسوالۍ د خلکو ستونزې واوريدې او ډاډ يې ورکړ چې د دغې ولسوالۍ د پتمنو خلکو غوښتنو او ستونزو ته به جدي پاملرنه وشي.
دغه راز د کندز والي د قلعه ذال ولسوالۍ دکلوخ تيپه په ساحه کې د اوبو يو بند وکوت او ژمنه يې وکړه چې د دغې ولسوالۍ د خلکو ټولې ستونزې به دمرکز په کچه وڅيړي او د سراسري امنيت ، پرمختيا، پوهنې او د دغې ولسوالۍ د ودې په برخوکې به هلې ځلې وکړي.
د قلعه ذال ولسوالۍ خلکو دغې ولسوالۍ ته د دغه ولايت د پوځي اوملکي مسوولينو د راتګ له امله خوښي څرګنده کړه او د ملي وحدت له حکومت او سيمه ييزې ادارې سره يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه .
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل