خبرونهښوونه او روزنه

د مومند درې ولسوالۍ د خاوري ښوونځي د ودانۍ کار بشپړ شو

کابل / د غويي ۲۸ / باختر
د ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ د خاوري ښوونځی د ودانۍ کاربشپړاو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواری د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د دغه ښوونځي ودانۍ د ښار جوړولو او اراضی وزارت په مالي مرسته د ۱۹ میلیونوافغانیوپه لګښت په ۲ پوړونوکې جوړه شوې ده چې ۲۴ درسي او اداري خونې، د احاطوي دیوال، د څښاک اوبو د سیستم او نور ارین ملحقات شته.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته