کابل/ د کب ١٠ مه / باختر
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن له غرمې وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترنمايندګۍ (یوناما) د يوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې دیبرا لاینز به د غونډې غړو ته خپل راپور وړاندې کړي.
دیبرالایينز تر دې مخکې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې جوړولو په اړه د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره خبرې کړې دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د اقتصادي سکتور د پیاوړتیا او دغه هېواد ته د بشري مرستو جلبولو لپاره هڅې روانې دي.
\ ذ