-کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
په لسګونه تنه د ننګرهار کانال دځمکو دغضب په تور څارنوالى ته معرفي شوي دي .
په دغو کسانو تور لګول شوى دى چې دوروستيو کلونوپه بهير کې يې ددغه کانال په لسګونه جريبه ځمکه يې غضبه کړې ده .
له بله پلوه ويل کيږي چې دننګرهار دکانال مسوولينو دامنيتي ځواکونوپه همکارۍ دوروستيو مياشتو په بهير کې بريالي شوي دي ددغه کانال څلور سوه شپيته جريبه ځمکه د غاصبانو له منګولو څخه خلاصه کړي .
دننګرهار دکانال رييس غلام حضرت عبدالرحيم زي باختراژانس ته وويل چې دوى بريالي شوي دي چې دکانال څلور سوه شپيته جريبه ځمکه له غاصبانو څخه بيرته ترلاسه کړي .
ده وويل ددغو ځمکو د غضبولو په اړوند نوي تنه دامنيتي ځواکونوله خوا نيول شوي او څارنوالى ته سپارل شوي دي .
په همدې حال کې دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي وايي چې ددغو کسانو دوسيې به ډير ژر محکمې ته وليږل شي .
0 1 دقیقه لوستل