خبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع سرپرست وزیر: ټولوګاونډیو او د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې له افغانستان څخه به د بل هېواد پرخلاف استفاده ونه شي

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملامحمد یعقوب مجاهد د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: ټولوګاونډیو او د نړۍ هېوادونو ته داډ ورکوو چې له افغانسان څخه به د بل هېواد پرخلاف استفاده ونه شي.
هغه په افغانستان کې د تروریستی ډلو د پټنځیو د شتون ادعا رد کړه او ویې ویل چې دغه ادعا بې ځایه ده او حقیقت نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیرعمران خان له یو بهرني ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و چې د تروریستي ډلو مشران له افغانستان څخه پاکستان ته راځي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د سرپرست حکومت ځواکونو د پخواني حکومت یو شمېر امنیتي ځواکونو ځورول او وژل هم حقیقت نه لري او د خلکو ترمنځ د بې باورۍ رامنځته کولو لپاره تبلیغات کېږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته