نړۍ، د غوايي ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
المیادین او ځینو نورو رسنیو د اسراییلو د مالیې وزارت د یو چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې اسرایل د امریکا او نورو هېوادونو له مرستو سره سره له سختو مالي ستونزو سره مخ دی او دغه وزارت پرېکړه کړې، چې د جګړې د پر مخ وړلو لپاره پر خلکو د مالیې له لوړولو بله چاره نه لري.
مخکې تر دې اسرایلي د مالیې وزیر هم د جګړې تر پیل وروسته د مالي ستونزو د زیاتېدو خبر ورکړی وه.
شنونکي په دې باور دي، چې د اسرایلو پر خلکو به د مالیې لوړول د حکومت او خلکو ترمنځ واټن لاپسې زیات کړي او دغه چاره به د رژیم پر وړاندې پر یو لوی ګواښ بدل شي.
د یادونې وړ ده، چې د روانې جګړې تر پیل وروسته اسرایلو کې سوداګري ټکنۍ شوې او دغه راز د بهرنیو سیالانیانو ورتګ هم خورا زیات کوم شوی، چې دې چارې هم د دغه رژیم پر اقتصاد بده اغېزه کړې ده.