سیاست

سرور دانش: دطالبانو ډله دې بايد دبين المللي بشر دوستانه دحقوقو دقواعدو دنقض په خاطر تر فشار لاندې ونيول شي .

کابل باختر د وږي ٢٢مه :
دجمهور رييس  دويم مرستيال  سرور دانش دژنيوا  دڅلور ګونو کنوانسيونونو داويايمې کاليزې دنمانځنې  په کنفرانس  کې چې دبهرنيو چارو وزارت په مقر کې  جوړ شوى و له بين المللي بنسټونو او نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل  چې دطالبان ډله او دهغوى  ملاتړي تر فشار لاندې ونيسي  چې دبين المللي  بشر دوستانه حقوقو قواعد  رعايت کړي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ.  سرور دانش زياته کړه چې طالبان  په خپلو وحشيانه عملونوسره  غواړي دافغانستان په ملکي خلکو  باندې فشار راوړي چې له دې لارې دخلکو او دولت ترمنځ  واټن او بې اعتمادي رامنځته شي .
خو هغوى  په دې نه پوهنېږي چې په دغه شان  ناوړو اوغير انساني عملونو سره يې يواځې خپل ځانونه لاپسې منفور کړي دي.
سرور دانش ټينګار وکړ چې دطالبانو دډلې دوحشيانه عملونو په دليل و چې دافغانستان خلکو آن دهغه وروستي موافقه ليک دطرحې چې دامريکا او طالبانو داستازو په واسطه برابره شوې وه نه يواځې هرکلى ونه کړ بلکې خپله ژوره اندېښنه يې هم څرګنده کړه .
دهغه دڅرګندونوله مخې، دطالبانو ډله له هيڅ راز ژمنې سره پابنده نه ده او دهغوى موخه يواځې دجګړې له لارې قدرت ته رسيدل او دامارت احيا کول دي ، داسې امارت چې دافغانستان خلکو په اويايمه لسيزه کې په خپلې وينې اوسرسره هغه تجربه کړى دى .
دجمهور رييس دويم مرستيال زياته کړه: ددولت مخالفان په وار وار اوپه قصدي او سازمان موندلي ډول دجنګي جنايتونو مرتکب کېږي او په ملکي  وګړو په غير پوځي اماکنو او په تېره بيا په روغتونونو، زده کړيزو او ورزشي مرکزونو او آن په جوماتونو او ديني مرکزونو او په ګن ميشتو اماکنو کې ځانمرګي او دچاودنې بريدونه کړي دي اوپه لويو لارو کې يې ملکي وګړي يرغمل کړي او په ډزو سره يې وژلي دي چې يوڅرګنده  بيلګه يې دميدان وردګو دجلريز په لاره کې په غور ولايت کې دبشر دحقوقو خپلواک کميسيون ددفتر درييس صمد اميري يرغمل کول اوپه ډزو سره دهغه وژل و چې همدغه څو ورځې مخکې ترسره شو .
دجمهور رييس  دويم مرستيال دغه راز  وويل چې دطالبانو د بنسټپال  چلند په خاطر و چې دامريکا دمتحده ايالاتو لورى هم بې اعتماده او بې باوره شو او له طالبانو سره خبرې يې بندې کړې .
استاد دانش يوځل بيا څرګنده کړه چې دافغانستان حکومت سره له دې چې دسولې دهر راز طرحې تودهرکلى کوي خو په دې باور دى چې دسولې لپاره لومړى ګام اعتمادجوړونه او دتاوتريخوالي کمښت او اوربند دى او دافغانانو په مالکيت او په مستقيم ډول دې دافغانستان ددولت او دطالبانو دډلې ترمنځ مستقيمې خبرې پيل شي او دټولو مسئلو په باب له پټولو پرته او په علني ډول دخبرو په ميز کې غور وشي او دافغانستان دخلکو په پوهاوي او رضايت سره دموافقې وړ وګرځي .
استاددانش  ټينګاروکړ دافغانستان له سياستوالو څخه زموږ هيله هم داده چې دانحرافي او بې لارې کوونکو شعارونو پرځاى دې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت په محوريت خپل دريځ پياوړى او متحد کړي او دانتخاباتو  پربنسټ دسياسي نظام اوجمهوريت په چوکات کې دې دملي بهيرونو په توګه دسولې او انتخاباتو دبهير ملاتړ وکړي .
هغه څرګنده کړه چې روان کال دتلې دمياشتې په شپږمه نيټه د رڼو انتخاباتوپه ترسره کولو سره ، دافغانستان نوى حکومت کولاى شي په ښه مشروعيت سره اودزيات قدرت او اقتدار له دريځ څخه دسولې بهير دافغانستان دخلکو له غوښتنو او هيلو سره سم رهبري کړي .
دغه راز لوى څارنوال فريد حميدي په دې يادونې سره چې دژنيوا کنوانسيونونه دجګړې دقاعده مند کولو او دبشر دوستانه حقوقو درعايتولو  په برخه کې رامنځته شوي و، وويل چې دغه قوانين څرګندولو ته اړتيا لري چې دهغو دتطبيق وسايل لاپسې  سخت شي .
دبشر دحقوقو  په چارو کې ددولت وزيرې سيما سمر هم دحکومت په واسطه دمعافيت دفرهنګ په له منځه وړلو ټينګار وکړ او ويې ويل چې حکومتونه دې بايد اي سي سي محکمې ته اجازه ورکړي چې جنګي مجرمين  محاکمه کړي .
په دې کنفرانس کې  دعدليې وزير عبدالبصير انور ، دسره صليب دبين المللي  کميټې رييس پدرو شايرر داسيا دجنوب لپاره دسره صليب سيمه ييزې سلاکارې  ميرمن کريستي ويلش  ، دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان او دملي دفاع وزارت دپاليسي معين  عبدالحي رووف  هم دژنيوا دڅلورګونوکنوانسيونونو او ددغو کنوانسيونونو په تطبيق دغړو دولتونو دالزاماتو او په وسله والو دښمنيو کې دبشر دوستانه حقوقو درعايتولو په باره کې  خبرې وکړې .
  ختم_ف  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته