خبرونهټولنهروغتیا

د لوګر په نایب امین الله خان ولایتي روغتون کې د څښاک اوبه برابرې شوې 

کابل، د مرغومې ۹ مه، باختر

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د نايب امين الله خان لوګري په ولایتي روغتون کې د څښاک اوبه برابرې شوې دي. 

د لوګر د عامې روغتیا رئیس حافظ سعید الرحمن قادري باختر آژآنس ته وویل چې د نايب امين الله خان لوګري په ولایتي روغتون کې د یونیسار موسسې په مالي ملاتړ د ۲ميليونه ۶۴۸ زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې څاه کیندنه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم د یاد ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په سرخاب کلي کې د څه باندې ۴۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د لس بستریز کلینیک د نوې ودانۍ چارې او دغه شان د یاد ولایت د چوني کلي د روغتیايي مرکز ودانۍ د یونسیار موسسې په مالي ملاتړ ګټې اخستنې ته سپارل شوې وې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته