خبرونهامنیت

د لوګر يو سيمه ييز خبريال حفيظ الله حقپرست ووژل شو

کابل / د غبرګولي ۲۰ مه / باختر

د لوګر يو سيمه ييز خبريال حفيظ الله حقپرست پرون د لوګر په مرکز کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ووژل شو.

د حقپرست د کورنۍ غړي وايي چې هغه پرون غرمه د کلنګار په عرب خان کلي کې په بڼوالۍ بوخت و چې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبآنو ترمنځ جګړه رامنځته شوه او د دغې جګړې په بهير کې حقپرست ووژل شو.

تراوسه معلومه نه ده چې حقپرست د دولتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوى او يا د طالبانو په ډزو کې.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل د حقپرست د وژل کېدو په تاييد سره وايي چې په لوګر کې جګړه د مطبوعاتو له کورنۍ څخه قرباني واخيست.

هغه د حقپرست کورنۍ او د مطبوعاتو کارکوونکو ته د ډاډګيرنې مراتب د څرګندولو ترڅنګ د دغې قضيې د څېړنې غوښتنه وکړه.

خو د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند ګل حيدر احمدي وايي چې د لوګر د مرکز کلنګار په عرب خانه سيمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه نه ده شوې.

هغه زياته کړه: ښايي دغه سيمه ييز خبريال د هوايي ډزو په پايله کې وژل شوى وي.

د لوګر د آزادو ژورناليستانو ټولنې مسوول نورالله ستانکزي وويل چې حقپرست له ١٣٨٣ کال څخه د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ په ملي پيغام راډيو کې خپل لومړنى رسنيز کار پيل کړ او په بېلابېلو سيمه ييزو، ملي او نړيوالو رسنيو کې يې کار وکړ.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته