خبرونهښوونه او روزنه

د لوګر د لوړو زده کړو په موسسې کې د نوري فایبر پروژې چارې پیل شوې

کابل، د کب ۱۶ مه، باختر

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې مسوولین وايي، چې په دغه موسسې کې د نوري فایبر پروژې چارې پیل شوې دي.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد نسیم ریحان د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یادې پروژې چارې د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ او د افغان تېلکام مخابراتي شرکت له لوري د څه باندې یو میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي چې چارې به یې په نږدې راتلوونکي کې بشپړې شي.

د یادې موسسې د مسوولینو په خبره د دې پروژې په بشپړېدو سره به یادې موسسې د انټرنیټ ستونزې ترډېره حل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې ترڅنګ په دغه موسسه کې د شاوخوا ۳ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د شبکه سازۍ پروژې عملي چارې هم روانې دي چې ۹۰ سلنه کارونه یې پرمخ تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته