سیاست

جمهورريیس غني دنېکمرغه لوی اخترلمونځ دارګ دلګشاپه جامع جومات کې ادا کړ

 ١- کابل/ باختر/ دزمري٢٠مه                                                                                

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن سهار د تشریفاتو قطعې له معاینې  وروسته  د نېکمرغه لوی اختر لمونځ  د ارګ دلګشا  جامع جومات  کې ادا کړ.                         دجمهوررييس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ؛ د اختر لمانځه مراسمو کې پر جمهورريیس سربېره، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې ريیس قانونپوه سید یوسف حلیم، د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار، د دولت جوړوونکي ټاکنیزټیم لومړي مرستیال امرالله صالح ، د هیواد یو شمېر ملکي او پوځي مقاماتو، د ملي شورا یو شمېر استازو، بېلابېلو اقشارو او په کابل کې استوګنو د یو شمېر اسلامي هیوادونو سفیرانو ګډون درلود، د لمانځه له ادا کولو وروسته یې له  یو بل سره د اختر مبارکي وکړه.   وروسته جمهورريیس غني د رسنیو له لارې د افغانستان ټول ملت ته د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ د ملکي او پوځي شهیدانو ټولو کورنیو ته د  ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او ويې ویل، دا چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د ملي هویت، ملي اقتدار او د هیواد د استقلال دفاع کوي، مننه ورڅخه کوم. هغه زیاته کړه، د ملکي او نظامي شهیدانو ورثې ته رسیدګي د دې ملت د هر فرد اړتیا او دنده ده. جمهورريس په ټینګار سره وویل، که څوک فکر کوي چې د ترور او وحشت له لارې  د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د خپل اطاعت په خط کې راولي، سلګونه ځله دې فکر وکړي. دا ملت تسلیمېدونکی نه دی، اما سوله د هرافغان غوښتنه او راتلونکې ده. جمهورريیس غني څرګنده کړه، موږ داسې سوله غواړو چې د هر افغان عزت په کې وي او هغه سوله چې په هغه کې زموږ خلک بې وطنه شي، نه غواړو. زموږ خلک بې وطنۍ او د مغزونو او د پانګې فرار ته نوره اجازه نه ورکوي. جمهوررييس په ټینګار وویل،  په کېبل د افغان نجونواو ښځو د وهلو وخت تېر شوی او د افغانستان عظیم ملت د هغه اجازه نه ورکوي. هغه زیاته کړه، په  سوله  کې  باید هرافغان له بل افغان سره مساوي وي او زموږ د ژبو او قومونو تنوع زموږ ویاړونه دي. جمهورريیس څرګنده کړه، دا باید هېره نه کړو چې سوله سمتي ، حزبي او قومي نه ، بلکې ملي ده. جمهوررئیس وویل، موږ سولې ته د رسېدو لپاره د ملي یووالي حکومت تشکیل ، حزب اسلامي سره د سولې، جمهوررئیس ټرامپ سره مذاکرات چې د امریکا ستراتیژي یې پر سوله زیاته متمرکزه کړه، د کابل کنفرانس چې د سولې لپاره پیش شرطونه په کې رفع شول، په نېکمرغه کوچني اختر کې د اوربند او د سولې مشورتي لویې  جرګې د جوړېدو شپږمهم  پړاوونه بشپړ کړل، نو سوله راتلونکې ده او د افغانستان خلک سوله غواړي. جمهورريیس غني د ټاکنو په اړه  وویل ، ټاکنې زموږ اسلامي او ملي عنعنه او حیاتي اړتیا ده.  ملت په خپل انتخاب سره راتلونکي جمهورريیس ته صلاحیت ورکوي چې سخت تصامیم په قوت او عزت ونیسي. جمهورريیس ددې په بیانولو سره چې مشروعیت یې له سیاسي قشرنه، بلکې د افغانستان  له خلکوڅخه راځي وویل، ټاکنې یوه اساسي اړتیا ده او دترسره کېدو لپاره یې چمتووالى نیول شوی دی. هغه زیاته کړه ، د افغانستان ملت قوي او  مسوول دولت غواړي او دا له ټاکنو پرته ممکن نه دی.  افغانستان د چا هدیه  نه دی، بلکې له پېړیو راهیسې مو  د دې  وطن  د اولادونو په وینو ګټلی دی. جمهور ريیس دې ته په اشارې چې اراده  زموږ خپله ده او موږ پر وړاندې ځو وویل، عزت، حیثیت، شرافت،  اتفاق او اتحاد په وطن کې دی او په بې وطنۍ کې عزت نشته. جمهور ريیس محمداشرف غني د هیواد د خپلواکۍ د سلم کال مبارکي ترڅنګ وویل،     دا جشن مې د خپل شخصیت په  خاطر نه  دی نیولی، بلکې زموږ څو  زره کلن ملي هویت ښیي او د دارالامان ماڼۍ بیارغاونه زموږ د ارادې، ملي ژمنتیا او وطنپالنې نمونه ده او د  دارالامان ماڼۍ بیارغاونې وښوده چې زموږ په قاموس کې غیر ممکن نشته.   جمهورريیس وویل، موږ ملي یووالی، ملي عزت، ملي اراده ، ملي اقتدار او ملي پرمختګ غواړو او کله چې افغانان یووالی، اتفاق او اتحاد ولري، هیڅ قوت یې مخه نشي نیولای.       جمهورريیس غني په ټینګار سره وویل، د افغانستان راتلونکی د افغانستان داخل کې   د افغانانو له لوري د دې وطن په هره ګوښه کې ټاکل کېږي. جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې  وویل ،  د افغانستان  خلک  د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي، ځکه زموږ زړور ځواکونه د افغانستان د عزت او اساسي قانون ساتنه کوي.                                                                        هغه زیاته کړه، زموږ درې رنګه بیرغ زموږ ملي سمبول دی او دا ښکلی بیرغ دې تل رپاند وي. پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته