کابل، د غوايي ۴مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه نن په خپل کاري دفتر کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدين حقاني سره وکتل.
خیرخواه په دغه کتنه کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدين حقاني سره د متحده عربي اماراتو هېواد له لوري د شیخ زاید پوهنتون د زړو ودانیو د ترمیم پر روانو چارو او له یاد هېواد سره د دوه اړخیزو اکاډمیکو همکاریو د فرصتونو پر برابرولو خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له شیخ زاید پوهنتون سره د متحده عربي اماراتو له مرستو او علمي همکاریو څخه مننه وکړه او په دې برخه کې یې په یاد هېواد کې د افغانستان د سفیر هڅې وستایلې.
د یادونې وړ ده چې شیخ زاید پوهنتون په ۱۳۸۱هـ کال کې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ شوی دی.