خبرونهامنیت

طالبانو په قندهار کې ماته خوړلې ده

٣٩- کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
وسله وال طالبان په قندهار کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې د سر دروند زيآن زغملي دى.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختراژانس خبريال ته وويل : د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د خپلو عملياتو په بهير کې چې د قندهار په ژيړى ، پنجوايي او ميوند ولسواليوکې ترسره شول وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان اړولي دي چې د هلمند لپاره د طالبانو د ډلې د نومول شوي والي د مرستيال په ګډون سل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.
فواد امان وويل: طالبانو د خپلو تروريستي فعاليتونو په بهير کې د دغې ولسوالۍ بڼونواو کروندوته زيات زيان اړولې دي او د خلکو د تګ راتګ پرلارو يې ماينونه ښخ کړي دي چې اوس د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د دغو ماينونو په کشفولو او شنډولو بوخت دي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته