خبرونهاقتصادټولنه

د لومړي ځل لپاره د فراه او د ایران د بیرجند ښار ترمنځ د ټکسي چلونې څانګه پرانیستل شوه

کابل، د سلواغې ۲مه، باختر

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د لومړي ځل لپاره د فراه او د ایران د بیرجند ښار ترمنځ د ټکسي چلونې څانګه پرانیستل شوې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې؛ راغلي دي: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په هڅو د لومړي ځل لپاره د فراه ولایت او د ایران د بیرجند ښار ترمنځ د کابل کاروان هوتک نړیوال ټرانسپورټي شرکت له لوري د ټکسي چلونې څانګه پرانیستل شوه.

ویل شوي چې د یادې څانګې په پرانیستل کېدو سره، مسافر له فراه ولایت څخه د ایران بیرجند ښار او همدارنګه له بیرجند څخه فراه ته لېږدول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته