خبرونهاقتصادټولنه

د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په دغه ولایت کې سږ کال ۲۴۲ بېلا بېلې پروژې پلې کړې دي

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د لغمان ولایت د کلیو بیارغونې او پراخیتا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر له باختر اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د روان کال په اوږدو کې د څه د پاسه ۲ملیارده افغانیو په ارزښت ۲۴۲ بېلا بېلو پروژو په پلې کېدو سره شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینې د برابرولو خبر ورکړی دی.

هغه وویل دغه پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د سړکونو جوړول، کانال پاکي، د څاه ګانو ترمیم او کیندنه، استنادي دیوالونو جوړول او د ځینو پروژو بیا رغول شامل دي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د یو شمېر نورو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. 

نوموړي همدانګه وویل چې په روان کال کې یې له مختلفو موسسو سره په همغږۍ ګڼ شمېر پروژې پلي کړي او زرګونه کورنیو ته یې مرستې رسولې دي.

د لغمان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس وویل چې: (( د همدې کال په جریان کې مو د خوراک نړیوال سازمان، نړیوال بانګ، د ماشوم ساتنې او نورو موسسو له لارې د نغدي پیسو د وېش پروسه پیل کړې، ۲۱ زره کورنۍ مو سروې کړي چې ځینو ته نغدي مرستې رسیدلي او ځینو ته ورکول کېږي))

د دې مرستو په لړ کې د خوراک نړیوال سازمان د کال په لومړیو شپږمیاشتو کې د RRDPO موسسې لخوا ۱۰ زره ۶۸۶ کورنیو مرستې ورکړي، چې هرې کورنۍ ۳۲۰۰ افغانۍ په میاشتني ډول ورکړل شوي دي، ۱۹۰۰ بې وزله کورنیو ته په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو د اکټیډ پلي کوونکي موسسې لخوا مرستې ورکول کېږي، د ماشوم ساتنې موسسه هم ۶۰۰ کورنیو ته د درېیو میاشتو لپاره هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکوي او د نوې سروې له مخې بیا هم د خوراک نړیوال سازمان ۷۷۳۷ کورنیو ته نغدې پیسې ورکوي.

هېره دې نه وي، چې نوموړي همدارنګه وویل چې  پلان لري په راتلوونکي کال کې تردې لازیاتې پروژې پلي او خلکو ته خدمات ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته