خبرونهامنیت

د قندهار پولیس: یو غل او یو ستر شوکمار مو ونیوه

قندهار / دلیندۍ/ ۲۶/ باختر
د قندهار پولیس د هغه سړي په نیولو بریالي شوي چې له کلونو کلونو راپه دې خوا د دغه ولایت په ځینو برخو کې په غلا او شوکمارۍ بوخت و.
په کولي مشهور جمعه ګل په قندهار کې د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې ونیول شو.
د قندهار د پولیسو د رسنیو دفتر یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایي چې جمعه ګل په قندهار کې له تېرو کلونو راپه دې خوا په وسله والې غلا او شوکمارۍ په لسګونو پېښو کې رول درلود او له ډېر وخت څخه امنیتي ماموران د ده په لټه کې وو.
د قندهار پولیس وایی چې د دغه غله او شوکمار په نیولو سره به په دغه ولایت کې د جنایی جرمونو شمېر کمښت ومومي.
د قندهار امنیتي مامورانو وویل چې د دغه سړي دوسیه به ډیر ژرعدلي او قضایی بنسټونو ته وسپارل شي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته