امنیت

په فراه کې دپوليسو ديوه مامور او ديوه څارنوال دوژنې عامل ونيول شو .

کابل باختر د وږي  دريمه :
ديوه څارنوال او دپوليسو  ديوه مامور دوژنې عامل نن دامنيتي ځواکونو له خوا په فراه ولايت کې ونيول شو .
دفراه ولايت امنيه قوماندان فضل محمد صمديار  دباختراژانس خبريال ته وويل نيول شوى سړى عبدالستار نوميږي او ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند دپجک  دکلي اوسيدونکى دى چې ددولت دزياترو کارکوونکو په وژلو کې ونډه لري .
  صمديار وويل  چې  نيول شوى سړي څو ورځې مخکې دفراه ښار دلويديځ سمت دپوليسو آمر نثار احمد او دبالابلوک ولسوالۍ څارنوال په فراه ښار کې وژلي دي .
امنيه قوماندان  وويل چې نيول شوى سړي په خپل جرم اعتراض کړى دى او تر تحقيق لاندې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته