کابل / د غبرګولي٢مه / باختر
د هېواد د لوړو زده کړو وزارت پلاوي پرون د فراه دولتي پوهنتون استادانو او کارکوونکو ته مفتي نعمت الله انصاري د دغه پوهنتون د نوي رئیس په توګه معرفي کړ.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د فراه پوهنتون په انګړ کې جوړ شوي وو، د فراه ولايت د مقام استازي جلالي د فراه پوهنتون استادانو او کارکوونکوته د نوموړي د ټاکل کېدو له امله مبارکي وويله.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحي سباوون د فراه په اکاډميکه ټولنه کې د اسلامي فرهنګ د ارزښتونو په رعايتولو او له ناوړه دودونو سره پر مبارزې ټينګار وکړ.
\ ذ