کابل باختر دوري دمياشتې ١٢ :
ښايي په کابل او د هيواد په نورو سيموکې د باران اورښت سر له سبا پيل شي .
باخترآژانس د هواپوهنې د انټر نټي دستګاه له خولې خبر راکړچي ښايي په کابل او د هيواد په نورو سيموکې نن شپه اورښتونه پيل شي او سبا هم دوام وکړي .
په خبرکې ويل شوي دي چې دپنجشبې په ورځ دکابل او د زياترو ولايتونو آسمان نيمه ورځ اټکل شوى دى او د شنبې اويکشنبې په ورځو هم د اورښت امکان شته.
د باران اورښت هغه هم د پسرلي په لومړيو شپو او ورځوکې کرکيلې او مالدارۍ ته ډير ګټور دى او هم دځمکې پرمخ د اوبو زيرمې بشپړوي .
8 د یوې دقیقې څخه لږ