خبرونهاقتصادټولنهTOP

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې سوداګرو ته ځمکې وېشل کېږي

کابل، د کب ۳مه، باختر

فراه ځايي چارواکي وايي چې په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ملي سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو او فابريکو په موخه د ځمکو د وېش لړۍ پيل کېږي.

د فراه والي مولوي غوث الدين رهبر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رئيس مولوي شاه محمد سروري، ښاروال مولوي محمد ولي ادريس، صنعت او سوداګرۍ رئیس حافظ شمس الحق اجمل، ښار جوړونې او اراضي له رئيس سره‌ په کتنه کې د دې ولايت په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ملي سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو، فابريکو، نمرو، زېرمو، ولسي وګړو ته د ښه چوپړ او هڅونې په موخه د ځمکو د وېش لړۍ پر پیل خبرې کړي دي.

مولوي غوث الدين رهبر همدارنګه په دې کتنه کې ټينګار کړی، چې د شیخ ابونصر فراهي په بندر کې د کرنې رياست اړوند ځمکې په ښاروالې رياست پورې اړوندې کړي او ملي سوداګرو، صنعت کارانو او پانګوالو ته يې په منظمه توګه ووېشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته