امنیت

د بغلان د ماين په چاودنه کې دوه ملکيان ووژل شول

کابل / دغبرګولي ١ / باختر:
دوه ملګيان د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې د يو ښح کړاى شوي ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د بغلان د نهرين ولسوال حاجي محمد د باخترآژانس خبريال ته وويل:
وسله والوطالبانو نن له غرمې مخکې په ملکي تاسيساتو د هاوانونو ډزې وکړې چې په پايله کې په يو سراې کې دننه دهاوان د لګېدو له امله دوه ملکيان ووژل شول.
د هغه د څرګندونوله مخې، په دې چاودنه کې ٦ تنه نور ټپيان شول.
د نهرين ولسوال زياته کړه: وسله والو طالبانو نن سهار د دغې ولسوالۍ پرملکي تاسيساتو دهاوان شپږ مآينونه وتوغول .
د يوبل خبرله مخې، د بغلان د امنيې قوماندانۍ پوليسو نن دوه وسله وال طالبان د دغه ولايت له تاله او برفک ولسوالۍ څخه ونيول.
د بغلان د پوليسو وياند جاويد بشارت د څرګندونوله مخې؛ نيول شوي شکمن کسان په بغلان کې په څو ورانکارو پېښو کې لاس درلود.
د هغه د څرګندونو له مخې، له نيول شويو کسانو څخه يو شمېر پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته