کابل د وري ۷مه، باختر
د فراه د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولين په دغه ولایت کې د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې د ۳۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ۵۰ بېلابېلو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رئيس مفتي محمد نسيم سرهنګ د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو او لریو پرتو سيمو کې د ۳۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت ۵۰ لویې او وړې پروژې پلې کړې دي.
هغه وویل، په یادو پروژو کې پر کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاه ګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دېوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.
سرهنګ زياته کړه، چې په فراه کې ۸۵ زره اړمنو او بیوزلو کورنيو سره د بشري مرستو ترڅنګ د ۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت په نهو ولسواليو کې د نهو کوچنيو بندونو رغنيزوپروژو چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې او په دوو نورو ولسواليو کې د بديلو پروژو پلان هم تر کار لاندې دی.
هېره دې نه وي چې په ۱۴۰۳ کال کې به هم د ولایت په کچه لسګونه لویې او وړې پروژې پلې شي.