امنیت

د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د لنيدي د مياشتې ١٠ مه:
د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه، نن په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د غونډې په پیل کې د ملي دفاع او د کورنیو چارو وزیرانو د امریکا د متحده ایالاتو له لوري په ملي اردو او ملي پولیسو باندې د تیلو او اکمالاتو د بندیدلو په اړه چې د هغوی په یو شمېر جزوتامونوکې په دوه درې موردوکې دا کارتر سره شوی دی، یادونه وکړه، څرګنده یې کړه چې دغه عمل د امریکا د مخکینۍ ژمنې پرخلاف دی. په یادومواردوکې پر دغو دوه وزارتونو باندې د تیلو او حمایوي خدماتو د بندیدلو په نتیجه کې د دغو جزوتامونو د چارو په پرمخ بیولو کې سکتګي رامنځته شوې ده.
د ملي امنیت شورا غونډې د ملي دفاع او د کورنیو چارو د وزیرانو د رپوټ په آوریدو په اتفاق سره د امریکا او ناټو د ځواکونو دغه عمل د پخوانۍ ژمنې او د همکارۍ د روحیې پرخلاف وباله.
مجلس دې نتیجې ته و رسېد چې زموږ پر ملي اردو او ملي پولیسو باندې د تیلو او حمایوي خدماتو بندیدل د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د فشار د وسیلې په توګه کارول کیږي ترڅو افغانستان له خپلو شرایطو څخه د سترګو په پټولو سره، له امریکا سره امنیتي تړون لاس لیک کړي.
مجلس څرګنده کړه چې مشورتي لویې جرګې د امنیتي تړون په تائیدولو سره ښکاره کړه چې د افغانستان خلک په امنیت او سولې باندې د لاس بري په هیله دغه تړون غواړي خو دغه اړیکه یوازې د همکارۍ له لارې کولای شي نتیجې ته و رسیږي، نه د فشار او د تړلتیا د رامنځته کولو له لارې.
همدا راز د ملي امنیت شورا په غونډه کې د هېواد د هوایي قواوو لپاره د بېلابېلو ترانسپورتي الوتکو د پیرودنې په اړه د هوایي قواوو په چاروکې د لوی درستیز د مرستیال ډګرجنرال محمد دوران لخوا رپوټ وړاندې شو او پریکړه وشوه چې د دغو الوتکو له یو ډول څخه دې د افغانستان د هوایي قواوو لپاره درې الوتکې و پیرودل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته