خبرونهټولنه

د فراه د کار او ټولنيزو چارو رياست تېر کال ۲۵۰۰ کسانو ته د کار جوازونه وېشلي

کابل، د وري ۱۲مه، باختر
فراه ولایت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسؤلين وايې، چې په دي ولایت کې ۲۵۰۰ ځوانانو ته د کار جوازونه وېشل شوي او له درکه يې ۴۸۸ زره ۲۰۰ افغانۍ عواید د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
د دغه ولایت د کار او ټولنيزو چارو رياست رئيس ملا شير احمد حق طلب له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې ياد رياست تېر کال ۲۵۰۰ کسانو ته د کار جوازونه وېشلي، چې له درکه يې ۴۸۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ عواید د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې يادو کسانو ته په دولتي ادارو او همکارو مؤسسو کې د کاري بوختياوو او ګمارنو ترڅنګ ۲۵۵ تنو اوزګارو ځوانانو ۶۵ يتيمانو ته د کمپيوټر، خیاطۍ، برېښنا، ترکاڼي، ديني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه هم برابره شوې وه.
نوموړي وویل، چې په دي ولایت کې د همکارو مؤسسو په همکارۍ په وړيا توګه د ۴۳ تنو هغو ماشومانو درملنه شوې، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته