ټولنه

په کندز کې دروږدو کسانو شمير مخ په زياتيدو دى .

کابل باختر د تلي  دويمه :
دکندز ولايت  سيمه  ئيز مسوولين او مدني فعالانو پرون وويل چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو شمير څه دپاسه  ديرشو زرو تنو ته رسيدلى دى .
دباختراژانس  دخبريال  دخبرله مخې ، دکندز ولايت  له نشه يي توکوسره  د مبارزې رييس  عبدالبصير  مرشد وويل په داسې حال کې چې په دغه ولايت کې دکوکنارو کرکيله  ډيره ټيټه شوې ده  خو په نشه يي توکو دروږدوکسانو شمير زيات شوى دى .
له بله پلوه په کندز کې  دنشه يي توکو  دروږدو کسانو د درملنې د اتيا بستريز روغتون رييس ډاکتر عبدالقدوس مياخيل وويل  چې په نشه يي توکو دروږدو کسانو شمير  دتيرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې زيات شوى دى .
او هره ورځ  څلور تنه له درملنې وروسته  له روغتون څخه  رخصتيږي خو شپږ تنه نور بستر کېږي .
په همدې حال کې دکندز ولايت دمدني ټولنې رييس   عنايت الله خليق دروږدو کسانو د زياتوالي اصلي علت نشه يي توکو ته د ځوانانو لاسرسۍ وباله اوله امنيتي مسوولينو څخه يې وغوښتل  چې دنشه يي توکو دپلورونکو  دنيولو په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته