کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
د فراه سيمه ييز مسوولين وايي چې د دغه ولايت په جوين او پشت رود ولسواليو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې دوام لري.
د فراه د ولايتي شورا يو غړي رسنيو ته ويلي دي چې همدا اوس د جوين ولسوالۍ او د پشت رود د امنيې قوماندانۍ ودانۍ طالبانو نيولې دي، خو د فراه امنيه قوماندان يواځې په دغو ولسواليو کې سختې جګړې تاييدوي.
ختم-اکرم