ټولنه

دوه زره کورنۍ د څښاک له روغتيايي اوبو څخه برخمنې کيږي

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
په پنجشيرولايت کې د اوبو د يو بند په  جوړولو سره  به دوه زره کورنۍ د څښاک له  اوبو څخه ګټه واخلي .
د پنجشير ولايت د کرنې رئيس عبدالمحيط وزيري دباخترآ ژانس خبريال ته وويل   دغه بند چې ددغه ولايت په عنابې ولسوالۍ کې  جوړيږي پنځه کيلومتره  اوږدوالى او دوه متره سور لري .
ده وويل: دغه بند ټاکل شوى دى تر راتلوونکو شپږو مياشتو پورې دکرنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د يوولسو مليونو افغانيو په لګښت جوړشي.
ده څرګنده کړه: داوبو ددغه بند په  جوړولو سره  دوه زره کورنيو ته د څښاک داوبو په برابرولو سربيره يو زرو دوه سوه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته