کابل/ د غوايي٢٠مه/ باختر
د فراه امنيتي منسوبانو پرون د فراه ښار له مربوطاتو څخه ١٠ ماينونه کشف او شنډ کړل.
د فراه د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ، د دغې قوماندانۍ منسوبانو د هاوان دغه ماينونه د فراه ولايت په بېلابېلو سيمو کې په جلا جلا عملياتو کې کشف او شنډ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په زیات شمېر سیمو کې چاودېدونکي توکي لا هم له عامو خلکو ژوند اخلي؛ خو اسلامي امارت ویلي چې له ماینونو د ډکو سیمو پاکول یې لومړیتوب دی.
\ ذ