خبرونهاقتصادټولنه

د فاریاب د پاسپورټ آمريت ١٥١ میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي

کابل، د وري ٣٠مه، باختر
د فاریاب د پاسپورټ آمریت مسوولینو څه باندې ٢٥ زره پاسپورټونو وېشلي چې له درکه یې د ١٤٠١ کال په توپیر دوه برابره عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د پاسپورټ آمر مولوي سید عمر غفوري د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد آمریت د ۱۴۰۲ کال په لړ کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ٢٥ زره ٦٩٣ پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې ١٥١میلیونه ۷۱۵ زره ۲۵۰ افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې یاد آمریت په ١٤٠١ کال کې نږدې ٨٢ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو.
غفوري ډاډ ورکړ چې په یاد ولایت کې د پاسپورټ غوښتونکو ته په منظم او عادلانه ډول خدمات وړاندې کېږي او د خلکو عرایضو ته په وخت رسېدنه کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته