سیاست

جمهوررئیس غني: امنیه قومندانان مکلف دي د ولایتونو د عدلي او قضایي همغږۍ په غونډو کې ګډون وکړي

کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۱۳مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د هېواد له عدلي او قضایي مسوولینو سره د والیانو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په پیل کې د کندهار والي حیات الله حیات د نورو والیانو په استازیتوب خبرې وکړې او د عدلي او قضایي سکتور کارکوونکو د شهیدانو روح ته دعا وکړه.
د کندهار والي د ولایتونو د عدلي اوقضایي همغږۍ په غونډو کې د پولیسو د مسوولینو د نه ګډون، له جرمي او قضايي مسایلو سره د پولیسو د غېرمسلکي چلند، د یو شمېر زورواکو د نه جلبولو او نيولو، څارنوالانو او قاضیانو ته د اسانتیاوو او امتیازاتو د برابرولو،  د څارنوالانو او قاضیانو د امنیت د ټینګښت، د څارنوالانو او قاضیانو په ځانګړي ډول د ښځینه څارنوالانو او قاضیانو د کمبود، د عدلي او قضایي سکتور کارکوونکو د وړتیا لوړولو او د زندانیانو دوسیو ته د رسېدنې په برخو کې د والیانو ننګونې، نظریات او وړاندیزونه د عدلي او قضایي سکتور له مسوولینو او د هېواد له جمهوررئیس سره شریک کړل.
وروسته د هېواد قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم، لوي څارنوال فرید حمیدي او د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور خبرې وکړې او د والیانو له نظریاتو او وړاندیزونو څخه په مننې یې وویل، له سیمه ییزو ادارو سره د همغږۍ سطحې لوړولو ته به جدي پاملرنه وشي.
ورپسې جمهوررئیس غني د عدالت د ټینګښت او د قانون د تطبیق په برخه کې د والیانو د نظریاتو او وړاندیزونو مننه وکړه او وې ویل، عدلي او قضایي سکتور په خپلو فیصلو کې بشپړه خپلواکي لري او هیڅکله به پکې مداخله ونشي.
جمهوررئیس په عدلي او قضایي سکتور کې رامنځته شویو پام وړ اصلاحاتو ته په اشارې وویل، په تېرو څلورو کلونو کې زیات شمېر قوانین اصلاح او تعدیل شوي دي، خو لا هم زیاتو اصلاحاتو ته اړتیا ده او له همدې امله د قانون ګذارۍ رول مهم دی.
د هېواد جمهوررئیس له والیانو سره ژمنه وکړه، قاضیانو او څارنوالانو ته به د یوې منظمې برنامې په چوکاټ کې امکانات او اسانتیاوې برابرېږي. جمهوررئیس له والیانو وغوښتل چې د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت د تامین په خاطر دې خپل وړاندیزونه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رئیس سره شریک کړي، ترڅو ژر اقدامات وشي. 
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، پولیس تراوسه هم غېرمسلکي دي او باید د پولیسو تمرکز د قانون پر حاکمیت وي.
هغه زیاته کړه، د ولایتونو ټول امنیه قومندانان مکلف دي چې د ولایتونو د عدلي او قضایي همغږۍ په غونډو کې پر ګډون سربېره په دې برخه کې د عدلي او قضایي سکتور او سیمه ییزو ادارو سره همکاري وکړي.#
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته